اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په نړيواله ورورولۍ زور را??ړې دې چې نړيواله ورورولي دې د سوئيلي آسياء منطقه د وسلې په زغل كښې نه را??اږي٬ پاكستان د خپلې دفاع نه بې غوره نه دے٬ او ټوله نړۍ د فرورۍ د 27مې پېښې ګواه ده٬ د پاکستان سفارتي هلو ځلو هند په نړيواله كچه ځانله كړې دې٬ په مقبوضه ک??مير كښې د 66 ورځو را??سې روانې كرفيو په كشميريانو ژوند تنګ كړېدے، د كشمير مسئله به په ټولو نړيوالو فورمونو را??خې ته كوٶ٬ د كرتار پور راهدرۍ پرانسته به په خپلې ټاكلې شوې وخت كېږي۔ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د هند لخوا د زياتې وسلې اخستو او ذخيره كولو په اړه د يو?? پوښتنې په ځواب ده نړيوالې ورورولۍ ته غږ وكړو چې نړيواله ورورولي دې د سوئيلي آسياء منطقه د وسلې زغل ته نه را??اږي۔ كه را??يئل يا د نورو جنګي الوتكو معامله وي نو پاكستان د خپلې دفاعي نه بې غوره نه دے او ټوله نړۍ د فرورۍ د 27مې نيټي پېښې ګواه ده۔ وياند ووئيل پاكستان به د وسلې په زغل كښې نه شاملېږي٬ اوسني حكومت بشري پرمختګ٬ صحت او تعليم ته پاملرنه كوي۔ په مقبوضه ک??مير كښې د 66 ورځو را??سې د روانې كرفيو پحقله وياند ووئيل پرله پسې كرفيو په كشميريانو ژوند ګران كړې او د داروګانو پشمول د بنيادي ضرورت څيزونه ناپيد شوې دي٬ پاکستان مظلوم کشميريانو سره ولاړ دے او مونږ به د كشميريانو ستونزې او د كشمير مسئله په ټولو نړيوالو فورمونو را??خې ته كوٶ۔ وياند ووئيل مقبوضه ک??مير كښې په ظلمونو پرده اچولو لپاره د هند ټولې هڅې پاتې راغلې دي او په نړيواله كچه په كشميري اولس د ظلمونو ادراك شوې دې۔ ده ووئيل درې امريكائي صدارتي كانديدانو هم په مقبوضه ک??مير كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزيو په ضد غږ پورته كړې دې۔ وياند ووئيل د پاکستان سفارتي هلو ځلو هند په نړيواله كچه تنها كړې دې۔ د يو?? پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د كرتار پوره راهدارۍ پرانستې دستوره كښې ګډون لپاره د هند پخواني وزيراعظم منموهن سنګھ ته بلنه وركړې شوې ده او د كرتار پور راهدارۍ پرانسته به په ټاكلي وخت كېږي۔ وياند ووئيل چې په اسلام آباد كښې د سارك مشرانو غونډې لپاره د نېټې په تعين كار روان دې۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل وزيراعظم عمران خان به په ممكنه توګه د سعودي عرب او ايران دوره كوي۔ د سوريې صورتحال په اړه وياند ووئيل پاكستان منطقه كښې د تركيې جائز امنيتي اندېښنې تسليموي اوپه ټولو شراكتدار زور را??ړي چې د سوريې د مسئلې دې سياسي حل ولټولې شي۔ (ګ ل