اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د سې??ېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره ئې د آزاد كشمير په بېلو سيمو كښې د زلزلې دلاسه په شوي زيان د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سې??ېټ چيئرمېن د آزاد كشمير وزيراعظم ته د هر ډول مرستې باور وركړو۔ د سې??ېټ چيئرمېن ووئيل اړوندې ادارې دې په سمدستي توګه ځپليو وګړو سره مرسته كولو له ګامونه پورته كړي۔ د?? ووئيل د اولس خبرولو له دې معلوماتي مركزون?? او هېلپ لائن جوړ كړې شي او وفاقي او صوبائي حكومت دې آزاد كشمير سره په ګډه د مرستې هلو ځلو كښې برخه واخلي۔ د سې??ېټ چيئرمېن د زلزلې په نتيجه كښې د حق رسېدليو وګړو بخښنې او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړ?? او غمجنيو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ دوهم چیئرمین سناتور سلیم مانډوی والا ، د حكومت ډلې مش?? سید شبلی فراز او د مخالفې ډلې مش?? سناتور راجه محمد ظفرالحق هم د زلزلې دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔