مظفر آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ګردې نړۍ ته به د كش??ير سفير په توګه ځم او د دوي مقدمه به مخ په وړاندې بيا يم٬ كشميريان به نه مايوسه كوم٬ ٬ د نرېندرا مودي چې څومره خوښه وي ظلم دې وكړي كاميابېدې نشي٬ د كشميريانو د مرګ ېره ختمه شوې٬ هند دوي ته ماتې نه شي وركولې٬ هندي ظلمونه به كش??ير او د هند پشمول د ګردې نړۍ 1.25 اربه مسلمانان انتهاء خوښۍ پلو بوځي٬ كه هند د كش??ير مسئلې څخه پام اخوا كولو لپاره د ترهګرۍ په نامه څه ډرامه وكړه نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي٬ كه جنګ اوشو نو زمونږ قام به تر آخري سلګۍ مقابله كوي٬ نريواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د رېفرنډم د لارې د پرېكړې كولو حق له خپل كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د مقبوضه كش??ير اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره آزاد كش??ير مظفر آباد كښې تاريخي اولسي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د آزاد كش??ير وزيراعظم راجه فاروق حېدر، خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د دفاع وزير پروېز خټك، علي امين ګنډاپور، سيد فخر امام، شېخ رشيد احمد، ?? وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، اعظم سواتي، عامر محمود کياني، سردار عتيق احمد خان او بېرسټر سلطان محمود چوهدري هم موجود ٶ۔ جلسې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان په تاريخي هركلي د آزاد کش??ير د اولس مننه كولو سره ووئيل ما ګرده نړۍ كښې كش??ير لپاره د سفير جوړېدو پرېكړه كړې ٬ د كش??ير كشاله د انسانيت مسئله ده۔ ده ووئيل مقبوضه کش??ير كښې خوېندې ٬ وروڼه ٬ سپين ګيري او ماشومان د تېرو څلوېښتو ورځو راهسې محصور دي۔ وزيراعظم عمران خان په سپينو ټكو ووئيل نرېندرا مودي تا ته پېغام دركول غواړم چې ته بزدل ئې ځكه چې يو بزدل كس په بې ګناه خلقو ظلم كوي٬ كوم ??ې نن په كش??ير كښې د هند 9 لكه پوځ كوي چا كښې چې انسانيت وي ھغوي كله هم داسې ظلم نه كوي٬ زړور كس كله هم په ماشومانو او مېرمنو ظلم نه كوي٬ نرېندرا مودي چې څومره دې خوښه وي ظلم وكړه كاميابېد نشي ۔ ده ووئېل د كشميريانو د مرګ ېره ختمه شوې ٬ هند كله هم كشميري اولس ته ماتې نه شي وركولې۔ ده ووئيل نرېندرا مودې د وركوټوالي نه د آر اېس اېس غړے دے او د دوي نظريه ده چې هند يوازې د هندوانو دے۔ عمران خان ووئي?? آر اېس اېس د هټلر په نازي نظريه عمل كوي٬ د آر اېس اېس موسئس هټلر او مسلوني دے۔ وزيراعظم ووئيل هند كښې هم اعتدال خوښي او روښانه خياله خلق د مودي نظريې په ضد دي۔ عمران خان ووئيل په نړۍ كښې يو ځل به بيا د كش??ير كشاله رامخې ته شوې ٬ 50 كاله پس د كش??ير په مسئله سلامتي كونسل كښې بحث شوې ٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل د مقبوضه کش??ير په صورتحال د تشويش څرګندونه كړې ۔ ده ووئېل او آئي سي او اروپائي ائتلاف هند څخه د كرفيو ختمولو غوښتنه كړې ٬ په امريكا كښې هم سناتورانو اولس مشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه كړې چې د كش??ير په كشاله د ثالثۍ كردار ولوبوي۔ وزيراعظم ووئيل كش??ير كښې څه كېږي د دې زيان به هند ته رسي٬ نننۍ هند د ګاندهي او نهرو هند نه دې پاتې٬ د آر اېس اېس نظريې د ګاندهي نظريه قتل كړې وه ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې ګډون لپاره نيويارك ته روان يم او باور دركوم ??ې خپل كشميريان وروڼه به نه مايوسه كوم٬ د كش??ير درېځ به په داسې زړورتيا وړاندې كوم ??ې د دې نه وړاندې به چا نه وي ۔ ده ووئيل په نړيواله ميډيا به هم دا مسئله پورته كوم ٬ ما د روسيې ټي وي سره د كش??ير په اړه م??كه كړې او سبا به په الجزيره هم زما م??كه خپرېږي٬ تاسو به وياړ محسوسوۍ چې د كش??ير سفير كش??ير لپاره هڅې كوي ۔ وزيراعظم ووئيل زه هند ته وئيل غواړم چې ستاسو پوځ چې نن كوم ظلم كوي دې سره به په كشميريانو كښې انتها خوښې پېدا كېږي٬ په كومو خلقو چې تاسو ظلم كوې دوي به ستاسو په ضد جنګ كوي