اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے ??ی پی) وزیر اعظم عمران خان د شورؤ په ورځ د پاكستان د آزادۍ ورځې په م??قع د آزاد جموں و کشمیر قانون سازې اسمبلۍ ته خطاب لپاره مظفرآباد ت?? ورسېد۔ مظفر آباد ته په رسېدو د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان او ??زیراعظم راجه فاروق حېدر ده ته هركلې ووې۔ وزیر اعظم عمران خان ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا څانګې لخوا د جاري كړې شوي بيان ترمخه حکومت دا پرېكړه كړې ده چې د اګست 14مه نېټه د آزادۍ ورځ به د مقبوضه كشمير بهادر كشميري اولس او خپلواكي ترلاسه كولو له د دوئي هڅو سره د يو والي څرګندونې په توګه لمانځلې شي۔ د بيان ترمخه د هند د آزادۍ ورځ د اګست 15مه نېټه به د كشمير د حېثيت بدلولو غېر آئيني ګام ٬ د ملګرو ملتونو د پرېكړو او ??شمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ ٬ د كرفيو ن??اذ او د هند د ظالمانه ګامونو په ضد احتجاجا ً د ت??رې ورځې په توګه لمانځلې شي۔