اسلام ??باد 09 اګست (اے پي پي) د مخالفې ډلې د رهبر كمېټۍ كنوينئر اکرم خان دراني وئيلي دي د کشمير په مسئله د حكومت نه لس ګامه وړاندې روان يو ٬ د مخالفې ډلې ټول ګوندونه حكومت سره ولاړ دي٬ د اختر نه پس د ټول ګونديز ك??فرنس رابللو پرېكړه به مولانا فضل الرحمان سره په مشاور?? كوٶ۔ د جمعې په ورځ د رهبر كمېټۍ 11 غړو سره د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مخالفې ډلې ټول ګونديز ك??فرنس به د اختر نه پس زر رابللې شي۔ ده ووئيل د ټول ګونديز ك??فرنس په پرېكړو به عمل درآمد كولې شي٬ كشمير سره ولاړ يو٬ ده ووئېل مونږ د كشمير په معامله د حكومت نه لس ګامه وړاندې روان يو٬ مونږ د كشمير نه جلا كېدې نه شو٬ ميډيا غلط فهمۍ پېدا كوي چې ټولو ته به ئې زيان اورسيږي ٬ ده ووئېل په اوسنۍ وضعه كښې به ټولو له په سوچ او پوهه هېواد لپاره كردار لوبول وي۔ په دې موقع احسن اقبال، نيئر حسېن بخاري، انس نوراني، فرحت الله بابر، ??ياں افتخار او عثمان کاکړ موجود و