پېنډۍ 06 اګست (اے پي پي) کور کمانډرز کنفرنس ك??ې د کشمير پحقله هندي اقدامات رد كول او د حكومتي پرېكړې بشپړه تائيد كړې دے او سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي پاك پوځ د كشميريانو د هلو ځلو تر كاميابۍ هغوي سره ولاړ دے٬ د خپلو ذمه وارو تر سره كولو لپاره تر هر حده هم تللې شوو۔ د آئي اې?? پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرال آصف غفور ټوئټ له مخې د كوركمانډرز كنفرنس د نهې په ورځ د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په مشرۍ ك??ې د پوځ په مركزي دفتر كښې اوشو۔ كنفرنس ك??ې د كشمير صورتحال تفصيلي جاج واخستلې شو۔ ټوئټ كښې وئيلي شوي څو لسيزې وړاندې د آرټيكل 370 او 35 اے د لارې په جمو كشمير هندي تسلط جائز ګرځول او تش په نامه هندې هلې ځلې پاكستان ??له هم نه دې تسليم كړې او اوس هند هم دا هر څه پخپله منسوخ كړل ۔ کور كمانډرز كنفرنس ته خپلې وېنا كښې سرلښكر د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاك پوځ د كشميري اولس د هلو ځلو تر كاميابۍ دوي سره ولاړ دے، مونږ چمتو يو او په دې لړ ك??ې د خپلو ذمه وارو ر سره كولو لپاره مونږ تر هر حده تللې شوو