اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي چې پاکستان او ??عودی عرب خپلو كښې د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې لري، پاکستان د سعودی عرب سره پھ خپله ملګرتيا وياړ لري، سعودی عرب په هر سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړې۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سعودی د ابلاغ عامه وزير ترکی عبداللہ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ د څلور كسيزه پلاوي سره ده سره ليدلې ؤ۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه چارو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د قامی اسمبلۍ غړي سید نوید قمر، خرم دستګیر خان ، احسان اللہ ټوانه ، ډاکټر حیدر علی او ??یوب آفریدی هم موجود ؤ۔ اسد قیصر ووئيل ګڼ شمير پاکستانیان په سعودی عرب كښې په بيلو څانګو كښې خدمات ترسره كوي او ?? خپل هېواد لپاره قیمتی ??رمبادله رالېږي۔ سعودی عرب د اړخه د پاکستانی حج كونكو روډ ټو مکه پروګرام ترمخه آسانۍ وركول د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل قامی اسمبلی د پاك۔سعودی فرینډ شپ ډلې د لارې د ملګرتيا رشتې لا قوي كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل چې مسلمان امت ته په پېښو مسئلو قابو موندلو له په اسلامي نړۍ كښې اتحاد او ي??والې د وخت حاجت دے۔ د حرمېن شریفین حفاظت لپاره به پاکستان او ?? پاکستان اولس د څه ډول قربانۍ وركولو څخه ډډه نه كوي۔ پاکستان اولس د سعودی عرب سره ژور تړون لري او هغه خپل كور ګڼي۔ په دې موقع د سعودی د ابلاغ عامه وزير ترکی عبداللہ ووئيل دواړه هېوادونه په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو ي?? ډول دريځ لري۔ په سيمه ايز او نړيوال فورمز دواړه هېوادونه د يو بل د موقف حمایت کوي۔ د سعودی وزیر ووئيل سعودی عرب سماجی او ??قتصادی څانګو كښې پاکستان سره مرستې ته وده وركول غواړي۔ سعودی عرب به پھ هر سخت وخت كښې د پاکستانی ور??ڼو سره ولاړ وي۔