واشنګټن 22 جولائي (اے پي پ??) وزيراعظم عمران خان س??ه د ريپبلکن سناتور لنډسے ګراهم د ګل په ورځ په پا??ستان هاٶس كښې ليدلي۔ لنډسے ګراهم د جوډيشتري كمېټۍ مشر او د سېنېټ د خارجه اړيكو كمېټۍ غړې دے۔ وزيراعظم عمران خان او سناتور لنډسے ګراهم په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ وزيراعظم د پاکستان او امريکې اړيكې قوي كولو لپا??ه د سناتور لنډسے ګراهم د هلو ځلو او ملاتړ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان سناتور لنډسے ګراهم د پاکستان حکومت د پرمختيائي او اقتصادي ترجيحاتو نه خبر كړو۔ ده ووئيل پا??ستان امريكې سره په پراخه بنياد د اړيكو خوښي لري چې ورس??ه د دواړو هېوادونو د مفاداتو تحفظ وي او د معيشت نه تر تجارت او د سرمايه كارۍ نه تر توان او تر تعليم په څانګو كښې مساوي مرستې ته وده ترلاسه وي وزيراعظم ووئيل پاکستان په افغانستان د عدم استحكام له امله لوي زيان سره مخ شوې دې٬ پاکستان په افغانستان كښې امن غواړي او پا??ستان افغانستان كښې سياسي حل ترلاسه كولو لپاره امريكې سره په ګډه كار كولو لپاره په بشپړه توګه عزم لري۔ سناتور ګراهم وزيراعظم سره اتفاق وكړٶ چې د امريکې او پاکستان ترمېنځه د كوټلې او د لوړې كچې رابطې د دواړو هېوادونو په شريكه ګټه دي۔ ده په افغانستان كښې امن او د روغې جوړې عمل لپا??ه د پا??ستان د ملاتړ ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل په پاکستان د امنيت په ماحول كښې ښه والې د ترهګرۍ مخنيوي لپا??ه د پا??ستان كامياب كاروائۍ او د پاکستان او افغانستان پوله محفوظولو لپا??ه د هلو ځلو نتيجه ده۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي، خارجه سېکتر سهېل محمود او په امريکا كښې دپاكستان سفير اسد اېم خان هم موجود ٶ۔(ګ ل