لاهور 06 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د تجارت ??لاكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي چې نړۍ ته د چين امپورټ د 2.1 ټرېلين ډالرو دے كوم چې هغه پنځه ټرېلين ډالرو ته رسول غواړي٬ بايد پاكستان د چين د امپورټ نه زياته استفاده وكړي٬ چين به د پاكستان د يو ارب ??الرو د امپورټ كولو نه پس نور د يو ارب ??الرو امپورټ كوي٬ جاپان پاكستان سره سمال اېنډ مېډ??م انټرپرائز لپاره ټېكنالوجي فنډ وركولو ته تيار دے٬ زمونږ كار سرمايه كارو ته اسانيې وركول دي كومې به چې مونږ وركوو۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ صنعت٬ تجارت ??و د سرمايه كارې د ذيلي ادارو د اهدافو په اړه جوړې شوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د صنعت او تجارت ??وبائي وزير ميا اسلم اقبال او د نورو ادارو اعلٰي چارواكي هم م??جود وو۔ د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې جاپان پاكستان سره سمال اېنډ مېډ??م انټرپرائز لپاره ټېكنالوجي فنډ وركولو ته تيار دے٬ صوبائي حكومت ته پرېكړه كول دي چې دا فنډ كوم كوم اېس اېم ايز ته بايد وركړې شي۔ ده ووئيل چې زمونږ كار ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو ته اسانيې او تحفظ وركول دي چې دغسې دوي په هېواد كښې سرمايه كاري وكړې شي او معاشي چارې زياتې شي۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې د سرمايه كارې ودې لپاره به د اوږدې مودې پالېسې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده د روانو پالېسو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې د صنعتي توان ضرورياتو په اړه يوه كمېټې جوړه كړې شوې كومه به چې خپل وړاندېزونه وركوي۔