اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چيمه وئيلي دي چې د ميا صاحب د لور لخوا په ناروغې پرله پسې سياست ډېر د افسوس وړ دے٬ د ناروغې او علاج په اړه د ميا صاحب او د هغه د لور دريځ خو هائي كورټ او سپريم كورټ هم رد كړے۔ ده دا خبرې د مريم نو??ز په خبري كنفرنس تبصره ??ولو سره ??كړې۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې وفاقي او صوبائي حكومتونو ميا صاحب ته په هېواد كښې موجودې غوره طبي اسانيې وركړې دي۔ حقيقت دا دے چې د ميا صاحب لور د هغه د ناروغې په عوض سياسي ګټې ترلاسه كو?? غواړي٬ د اول ورځنې نه د رښتيا په ځائ ميا صاحب او د هغه لور د دروغو او جعل سازې نه كار اخيستې۔ عمر چيمه ووئيل چې د ميا صاحب د لور بيانيه په خپله مسلم ليګ نو??ز لپاره د لويې پريشانې سبب ده۔ د ميا صاحب د لور په خبرو كښې د كورنۍ او ګوند ترمېنځه تقسيم څرګند شو۔ په كورنۍ كښې تقسيم د نون ليګ د ګوند په پرېكړو هم په واضحه توګه آغېز كوي۔ شهباز شريف د مسلم ليګ نو??ز صدر دے خو د ميا صاحب لور پرېكړې په خپل لاس كښې اخست?? غواړي۔ د مسلم ليګ نو??ز مشران د ميا صاحب د لور د اثر نه ځان خلاصو?? غواړي۔ د ميا صاحب لور خپل ګوند او د دې سياست سره چې څه كو?? غواړي٬ هغه دې وكړي خو د قوم ګمراه كولو نه دې ډډه وكړي۔ د سپريم كورټ نه واخله تر ټرائل كورټ ټولو عدالتونو ميا صاحب ته د مكمل صفائې موقع وركړې۔ د كم او زيات 25 مياشتو اوږد ټرائل نه پس ميا صاحب د هغه ريښتيني مقام ته رسول شوے٬ په ناروغې د سياست كولو په ځائ دې د ميا صاحب لور د قوم د لوټل شوي دولت راستنولو تياري وكړي۔