اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) قا??ي اسمبلۍ كښې وفاقي وزیر علی مح??د خان مهر په مړينه په يوه خله د غمرازۍ قرارداد منظوري كړې شوې۔ د جمعې په ورځ قا??ي اسمبلۍ كښې علي مح??د خان قرارداد وړاندې كړو چې پكښې د ارواښاد اولس او جمهوريت لپاره خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په شريك قراردداد كښې د ارواښاد په مړينه د افسوس څرګندونه شوې ده ۔ د قرارداد منظورېدو نه پس د پي ټي آئي غړي عامر ډوګر ووئيل سردار علي مح??د مهر ډېر زړه سواندې ٬ شفيق او مهربان انسان ٶ او درې ځله د د?? ايوان غړې پاتې شوې٬ د ګهوټكي او سندھ اولس لپاره ھغه ډېر كار كړې٬ ده ووئېل د ھغه خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ د پيپلز ګوند راجه پروېز اشرف ووئيل د ارواښاد علی مح??د مهر په مړينه ټول خلق غمژن دي او زه د خپل ګوند لخوا غمژنې كورنۍ سره د افسوس څرګندونه كوم ۔ د مسلم لیګ (ن) خواجه مح??د آصف ووئيل د ارواښاد او د ھغه د مشرانو سره مې رفاقت پاتې شوې٬ دوي وضع دار خلق دي٬ زه او د ګوند لخوا د افسوس څرګندونه كوم او لوے دې څښتن دې د هغه وړاندې سفر آسان كړي۔ عبدالاکبر چترالي ووئيل علی مح??د مهر سره په د?? ايوان كښې پاتې شزے يم ٬ مونږ د ھغه خدماتو ته پېرزونئ وړاندې كوٶ۔