اسلام آباد ۔ 31 مارچ(اے پ?? پي) غیر رجسټرډ حج آرګنائزر ګروپ او د دو??ي سب ايجنټ د ارزان حج پېكجز په نامه د پرائيوېټ حج بكنګ كولې نه شي ولې چې هغوي د داسې كولو اهليت نه ??ري۔ د مذهبي چارو وزارت اے پي پي ته ووئيل كه غېر رجسټرډ حج آرګنائزر بکنګ وك??و نو په ضد به ئې كارروائي كولې شي۔ د وزارت لخوا پرائیوېټ حج كوؤنكو ته هدايت شوې دې چې كوم هم حج آرګنائزر ګروپ سره معاهده كولو څخه وړاندې د هغې د رجسټرېشن تصديق وك??ي۔ دغسې حجاج کرام دې د مذهبي چارو وزارت منظور كړې شويو نرخونو ترمخه د پے آرډر د لارې ادائيګي كولو سره ددې رسيدونه ترلاسه كړي۔ د مذهبي چارو وارت چارواكو دا هم ووئيل چې په پرائیوېټ توګه د حج آرګنائزر د لارې حج كولو كښې خوښي لرونكي دې د باقاعده تصديق څخه وروستو ادائيګي وك??ي او په دې لړ كښې كه دو??ي كومې مسئلې سره مخ وي نو وزارت سره رابطه كېدې شي۔