اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان ??ه مشرې كښې د پنجاب حكومت انتظامي او مالي استعداد زياتولو لپار?? په لاهور كښې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن٬ د سمندر پورې پ??كستانيانو وزير سيد ذوالفقار بخاري٬ د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر عامر كياني٬ خاص مرستيال نعيم الحق٬ د پنجاب سينئر وزير عليم خان٬ د كركيلې وزير ملك نعمان ??نګړيال٬ د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬ د كورونو وزير ميا محمود الرشيد٬ د اوبه خور وزير محمد محسن لنګړيال٬ د روغتيا وزير ميا محمد اسلم اقبال او د بېلا بېلو محكمو اعلٰي چارواكو ګډون وك??و۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان ??ه مخې په غونډه كښې معاشي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د ټېكنالوجې ٬ سرمايه كارې او د هيومن ريسورس كارولو په تجويزونو غور وك??ے شو۔ معاشياتو كارپوهه ډاكټر سلمان شاه غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د كركيلې٬ صنعت٬ توان٬ انفراسټركچر او هنر مند افرادي قوت زياتولو لپار?? په اقداماتو غور وك??ے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په پنجاب كښې د كركيلې او صنعتي پېداوار د مصنوعاتو د تنوع ضرورت دے۔ په غونډه كښې د پنجاب 50 ښارونو او 36 ضلعو پرمختګ لپار?? په پلان بريفنګ وركړے شو او په دې خبره زور راوړل شو چې بايد كم نه كم 15 ښارونه معاشي مركز وګرځول شي۔ وزيراعظم عمران خان ??وئيل چې د اولس خېر ښېګړې لپاره د انتظامي ډهانچې د تنظيم نو سخت ضرورت دے۔ وزيراعظم د پنجاب په اړه د اړوند حكمت عملې منظوري وركړه او وې وئيل چې وفاقي حكومت ب?? په دې لړ كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔