كوئټه 14 نومبر (اے پی پی) د اوبو وسائلو وفاقي وزير فېصل واډا وئېلي دي د بلوچستان او ??ندھ د اوبو شخړه به ډېر زر هواره كړې ??ي٬??له چې په اتلسم بدلون خبره كوم نو په ځينو خلقو ښه نه لګي٬مونږ له به د تعصب نه غېر په ګډه كار كول وي۔په پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ باور لرم۔ده دا خبره د شورو په ورځ د سندھ ګورنر عمران خان اسماعيل او ?? رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد سره د كوئټې رېلوے سټېشن دورې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د صوبائي حكومت په خواست په كوئټه كښې غېر فعاله دوه پلانټس بحالولو او ??نټرنېشنل سروے لپاره به واپډا چارواكو ته په هنګامي بنيادونو سپارښتنه كوم٬په تېر وخت كښې بلوچستان ته د اهميت وركولو په ځاې نظرانداز كړې شو خو اوس په نوې پاكستان كښې به داسې نه كېږي٬ ده ووئېل د صوبائي حكومت سره په ګډه به د بلوچستان پرمختګ له كار كوو۔وفاقي وزير د بلوچستان اولس له باور وركړو چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به وفاقي حكومت د بلوچستان د وګړو د مح??وم??و ازاله كولو سره صوبه كښې د پرمختګ عمل لا تند كړي