اسلام آباد ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) جوډيشل مجسټرېټ پوليس اهلكار سره بدسلوكي كوؤنكې تورنې شهلا شكيل سيټھي ته 14 ورځني جوډيشل ريمانډ وركړې دې۔ وروستو دا د ډاكټر په مش??ره د زړه رنځ په سبب روغتون كښې بستر كړې شوه۔ د تورنې وكيل عدالت ته خواست وكړو چې په اېف آئي ??ر كښې درج شقونه د ضمانت وړ دي۔ زما موكله د زړه رنځ كښې اخته ده او د فشار په سب?? ددې دماغي حالت هم متاثره ??ېدې شي۔ جوډیشل مجسټرېټ عدنان رشيد د وكيل صفائي استدعا رد كولو سره د ډاكټر سيټھي د ميډيكل ټېسټونو حكم وركړو او وې وئيل كه دا روغه وي نو جېل ته دې ولېږلې شي ګني بل صورت كښې دې دا روغتون كښې بستر كړې شي۔ تېره ??رځ په امريكا كښې مېشته ډاكټر شهلا شكيل سيټھي كومه چې اوس اوس پاكستان ته راغل?? وه پوليسو ايساره ??ړه او دا ئې بغېر لمبر پلېټ ګاډي سره ډمپلومېټك انکلیو ته تلو نه منع كړه۔ په دې مهال دې پوليس ته دړكې وركړې او دوئي سره د بدكلامۍ په سو?? ددې په ضد مقدمه درج كړې شوه۔ د مېرمنې اهلكار غېر موجودګۍ په سوب دغه وخت دا مېرمن پرېښودلې شو?? وه۔ داخله وزير شهريار آفريدي د پېښې نوټس اخستو سره ددې مېرمنې په ضد د قانوني كارروائۍ هدايت كړې وو۔ (وا/2207)