اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف سناتور اعظم خان سواتي د خالي په ورځ يو په ??و ملاقات وكړو۔ د پاكستان تحريك انصاف د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د يو ساعته ملاقات په مهال سناتور اعظم سواتي ??زيراعظم ته د سائنس او ټېكنالوجې وزارت په اړه بريفنګ وركړو او په وزارت كښې ئې په لويه پېمانه د بدعنوانې او د قانون د خلاف ورزو نه خبر كړو۔ ده وزيراعظم د سلګونو په شمېر د سي??سي بهرتې نه هم خبر كړو۔ د ملاقات په مهال سناتور اعظم سواتي ??زيراعظم ته د څو لويو شخصياتو د كرپشن ثبوتونه هم وركړل۔ ده وزيراعظم ته د آر ټي اېس په اړه تفصيلي راپور هم وړاندې كړو۔ وزيراعظم هغه ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده د راپور خپرونې څخه د اعظم سواتي ته د فرانزك پوهانو نه د رائې اخستلو مشوره وركړه۔ ??ه دې موقع اعظم سواتي د نادرا چيئرمېن عثمان مبين٬ ??والفقار او د احمرين د معطلې وړاندېز هم وزيراعظم ته وكړو او وې وئيل چې د دې كسانو په موجودګۍ كښې سپېځلي تحقيقات ممكن نه دي۔