اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك د تاريخي هلو ځلو او د لازواله قربانيو قصې سينه په سينه نوي كل ته د منتقل ك??لو لړۍ ??وانه ده٬ نن هم نياګانې خپل درېم نسل ته د ق??ې ??ور??لو سره په ژړا كېږي٬ د ازادۍ تحریك په عظیمو هلو ځلو كښې چرته چې زمونږ مشرانو قائداعظم محمد علي جناح سره اوږه په اوږه برخه اخستې وه هلته د نړۍ په تاريخ كښې دوي د هجرت په مهال د لكهونو په شمېر نر٬ ښځوې٬ بوډاګان او ځوانان شهيدان شوي وو او د آزادۍ په خوشحالۍ كښې د خپلوانو نه بې دركه او د غم ګډ وډ احساساتو سره لوټ شوې قافلې د بې سرو ??امانۍ په حالت كښې پاكستان ته رارسېدلي ۔ د اګست مياشت راتللو سره اوس هم د درېمې پېړۍ نسل نمسي كړوسي او نور ماشومان خپلو مشرانو څخه دا قصې ??ور?? او والدينو چې د خپلو پلرونو نيكونو نه اورېدلې قصې خپلو ماشومانو نه كوي دغسې چې سينه په سينه د آزادۍ عظيمې قربانۍ نوې نسل ته منتقل كړې شي