اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ا??بي ورثه وفاقي وزير سيد علي ظفر وئېلي دي نګران وفاقي او صوبائي حكومتونو٬د ټاكنو كمېسون او اړوندو ا??ارو د سوله ايزه او سازګاره انتخابي ماحول لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كړي٬(نن)د شورو په ورځ دې اولس پوره اعتماد سره خپل د رائې وركولو حق استعمال كړي٬د مېډيا مننه كوو كومو چې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو نظر اولس ته ورسولو او د ووټ اهميت په ډاګه كړے۔د نهې په ورځ په خپل يو پېغام كښ?? وفاقي وزير ووئيل په ټول ټاكنو كښ?? د برخه اخستونكو ټولو كانديدانو او د سياسي ګوندونو مننه كوم كومو چې په پوره ډول ګډون كولو سره په هېواد كښ?? جمهوريت او جمهوري عمل قوي كړو۔ده ووئيل څوك جې هم ګټي دا پريكړه به يوازې سبا د ووټرانو په لاسو كښ?? وي۔نګران حكومت ??ې خبرې سره هېڅ غرض نه لري چې كوم يو ګوند به ټاكنې ګټي يا حكومت جوړوي٬زمونږ مقصد يوازې دا دے چې تاسو د جولائي په 25مه نېټھ په آزادۍ سره خپل د ووټ حق استعمال كړې شئ۔ده ووئيل د ننۍ ورځې د انتخابي كمپائن د وقفې مقصد دا دے چې اولس بېلا بېلې رائے واورېدې٬د سياسي ګوندونو منشور يې وكتلو هغوي به اوس په تسلۍ سره فكر وكړي او د كومې يرې او ترهې نه غېر به سبا خپل ووټ كارولو سره قامي فرض ترسره كړي۔ده د ??ې خبرې ستائنه هم وكړه چې سياسي ګوندونو او مېډيا د ټاكنو كميسون د اخلاقو د ضابطې پابندي كولو سره د انتخابي كمپائن په مهال مثبت كردار ترسره كړې٬مونږ هيله لرو چې ټولې ډلې به د انتخابي عمل ترسره كې??و د دې جذبې له مخې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔وفاقې وزير ووئيل د هېواد د تقدير او د پرمختګ پريكړه ستاسو په لاسونو كښ?? ده۔ده ووئيل نن د شورو په ورځ دې اولس پوره اعتماد سره خپل د رائې حق استعمال كړي او راځۍ چې ټول په ګډه د پاكستان نوم په ټوله نړۍ كښ?? روښانه كړو۔