اسلام آباد 04 اپریل (اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار جنرل(ر)ناصر جنجوعه وئېلي دي پاكستان د ترهه ??رۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركولو سره كاميابي ترلاسه كړی٬په پاكستان د دوه مخيزتوب تور لګولو په ځاې نړيوالې ورورولۍ له د هغوي د قربانو اعتراف كول پكار دي٬پاكستان٬ د افغانستان د سالميت او سيمه ايزې خپلواكۍ احترام كول پكار دي٬ د سوويت يونين خاتمې نه وروستو امريكې او نړيوالې ادارې د وروستو حالاتو مخ نيوي لپاره مونږ يو??زې پرېښودي وو ٬ مونږ د فاټا پشمول هر ځاې كښې مقابله كړې٬ په پاك افغان پوله تر ټولو پورته ځاې 24 زره فټه دے۔د نړۍ په دې سخته سيمه كښې نړيواله ورورولي دې راشي او جګړه دې وكړي۔هغوي د شورو په ورځ د نېكټا د سيوري لاندې د ترهه ??رۍ مخ نيوي كنفرنس ته خطاب كولو۔لېفټيننټ جنرل(ر)ناصر خان جنجوعه ووئېل امريكا په مونږ د طالبانو د ملاتړ او طالبان په مونږ د امريكې د ملاتړ تور لګوي۔ده د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل كه چرې پاكستان د امريكې اتحادي نه جو??یدو نو نن به افغانستان آزاد وې ؟۔كه چرې سوويت يونين قائم ؤ نو د برلن ديوال به غورځېدلې ؤ ٬آيا نن به 14 هېوادونه آزادي ترلاسه كړی وه يا امريكا به د سوويت يونين په موجودګۍ كښې سپر پاور جو?? شوې ؤ ۔۔ده ووئيل مونږ په پاك افغان پوله عسكر تعينات كړي٬د پاكستان او افغانستان ترمينځه 2611 كلوميټره اوږده پوله لرو كومه چې په دشوار ګزار سيمو مشتمله ده٬ ده ووئېل د نړۍ په دې دشوار ترينه سيمه كښې دې نړيواله ورورولي راشي او جګړه دې وكړي۔ده ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې پاكستان په اخلاقي توګه په اعلې درجه فائز دے٬ د ترهه ??رو پاكستان سره هېڅ تعلق نشته٬د ترهه ??رۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په زرګونو وګړو٬افسران او ځوانان شهيدان شوي٬ ده ووئېل د بې پناه قربانيو باوجود پھ مونږ د دوه مخيزې تور لګولې شي ٬ د اے اېن پي افراسياب خټك ووئيل0 د تېرو لسو كلونو په مهال د ترهه ??رۍ پھ زرګونو پیښې شوي٬ د اے اېن پي پھ مشرتابه او پھ ما هم ځانمرګي بريدونه شوي خو د نن پاكستان د وړاندې څخه زيات محفوظ او مستحكم دې٬ پھ دې كښې حكومت٬وسله وال ځواكونه٬قانون نافذ كونكو ادارو٬امنيتي ځواكونو هڅې شاملې دي۔ده ووئيل په تېر حكومت كښې چې كله د اے اېن پي په صوبه كښې اتحادي حكومت ؤ نو پھ سوات كښې د ترهه ??رو په ضد كامياب عمليات وشو او په سوات كښې هم د پاكستان بېرغ هسك كړے شو ۔ده ووئيل د پرائيوېټ جهاد كوم حقيقت نه وې٬ رياست د جهاد اعلان كولې شي۔