اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې د??همې وزيرې م??يم اورنګزيب وئيلي دي په شخړيز كشمير كښې د بې ګناه وګړو په ضد د هند بدتره رياستي ترهګري او د قابضو ځواكونو ظلم او جبر د غندنې و?? دي۔ د مظلومانو كشميريانو ناحقه وينه تويولو سره هند د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو تحريك تر پښو لاندې كولې نشي ٬ د هند قابضو ځواكونو د مقبوضه كشمير د حريت خوښي اولس د عزم څخه ماتې خوړلې د?? ٬ پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره اخلاقي٬ سفارتي٬ او سياسي مرسته روانه ساتي۔ ۔ خپل يو بيان كښې م??يم اورنګزېب ووئيل د كشيريانو توېدونكې وينه نړيوال ضمير لپاره يو چېلنج دے۔ مظلوم كشمريان پوښتنه كوي چې نړيواله ټولنه د هند په ظلمونو ول?? غلې د??۔ دې ووئيل د كشمير د آزادۍ د تحريك شمع د شهيدانو په وينو بلېږي ٬ دوي پھ قربانيو د حريت يو نوې باب رقم كړې ۔ م??يم اورنګزېب ووئيل كشميري مېئندو ٬ لوڼو٬ خوېئندو او ماشومانو عظيمې قربانۍ وركولو سره د آزادۍ په تاريخ كښې د زغم حوصلې او استقامت يو ځانګړې مثال قائم كړے ۔ مریم اورنګزېب ووئيل د پاكستان بچې بچې د كشميريانو د هلو ځلو او د ھغو جذبې ته سلام كوي٬ ټول قام د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره لكه د غر ولاړ دے۔ م??يم اورنګزېب ووئيل ملګري ملتونه دي د كشمير كشالې هواري له خپل قراردونه عملي كولو له ګامونه پورته كړي ٬ په كومو كښې چې مظلومو كشميريانو سره لوظ شوے دے۔