اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د موسمياتي بدلون او د نورو عواملو په سوب د قدرتي آفتونو زياتوالي تر مخه د رامخې ته شوو چېلنجونو مخنيوي لپاره د لوړې كچې تيارو او د ادارو د غبرګون ضرورت دے او د اېن ډي اېم اے د كار استعداد او اداره لا ګټوره جوړولو لپاره اېن ډي اېم اے د وزيراعظم افس ماتحت كولو اصولي پرېكړه شوې ده او په وفاقي كچه د پائلټ منصوبې په توګه ماډول نېشنل ډيزاسټر رسپارنس فورس به جوړولې شي۔ د د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ كميشن 5مه غونډه د شورو په ورځ د د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرې كښې وشوه۔ غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال عمر محمود حيات د ډیزاسټر مېنجمنټ نظام، د ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټۍ ارتقاء، تر اوسه ترلاسه كړې كاميابۍ او په بيړنو حالاتو كښې د خطرو كمي پحقله د پېښو چېلنجونو او د موثره ځوابي نظام پحقله بريفنګ وركړو۔ غونډه په بېلا بېلو هېوادونو كښې په بيړني صورتحال كښې د ريليف او رېسكيو لپاره هلو ځلو كښې د اتهارټۍ د كردار نه هم خبر كړې شوه ۔ وزیراعظم ووئيل موسمياتي بدلون او نورو بېلا بېلو عواملو قدرتي آفاتونه زيات كړي دې لپاره د چېلنجونو مخنيوي لپاره د لوړې كچې تيارو او د ادارو غبرګون پكار دے۔ ده ووئيل د قدرتي آفاتونو موثره مخنيوي لپاره په غوره نړيواله طريقه كار رڼا اچولو كښې د موثره او ګړندي نظام جوړولو او لائحه ښه كولو لپاره وروستۍ تجربې پكار راوستل دي۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے د تېرو غونډو په پرېكړو د پېشرفت هم جاج واخستې شو۔ غونډې اېن ډي اېم اے له په اېل او سي د ډزو ځپليو لپاره د لس كروړه 42 لكه روپو منظوري وركړه او ملګرو هېوادونو ته په قدرتي آفتونو كښې د وركړې شوې مرستې هم توثيق وكړې شو۔ غونډه كښې د پاكستان سكول سېفټي فرېم ورك هم منظوري وركړې شوه ٬دا فرېم ورك به صوبو كښې آفتونو څخه د تحفظ او د خطرو كمي لپاره د ماډول په توګه كار كوي۔ غونډې د اېن دي اېم اے پحقله د موجوده ادارو او د قوانينو ادغام ٬ منسوخۍ يا تشكيل نو د لارې د ډيزاسټرمېنجمنټ قانون سازۍ او د اداره جاتي فرېم ورك جوړولو د تجويز هم منظوري وركړه۔ ۔ غونډه كښې د اېن ډي اېم د كار استعداد كښې اضافې لپاره په بېلا بېلو وړاندېزونو هم غور وكړې شو۔ غونډه كښې د ډيزاسټر اېنډ ريليف مېنجمنټ سره پېوست ادارو څخه موجود انساني وسائل په كار راوستلو سره په وفاقي كچه د پائلټ منصوبې په توګه ماډول نېشنل ډيزاسټر رسپارنس فورس به جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ غونډه كښې د داخله وزارت د هوا بازۍ ونګ لا قوي كولو هم پرېكړه وكړې شوه دغسې چې اېن دي اېم اے ته د ھغوي د مرستې په هلو ځلو كښې د هوا بازۍ معاونت وركړې شي۔ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سیّد خورشید شاہ ، شېری رحمن، مشاهد اﷲ خان، خرم دستګیر خان، خواجه محمد آصف، سکندر حیات بوسن، جاوېد علي شاہ، مفتاح اسماعیل، د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزېب، د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا،د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ حفیظ الرحمن، د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدر، پنجاب لپاره د اېن ډي اېم اي وزير٬ د سندھ د بحالۍ وزير٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او لوړو پورو چارواكو ګډون وكړو۔( م ع/ ض ض/ګ ل 1850)