اسلام آباد 27 دسمبر (اے پی پی) د پاك بحریه ب??ړۍ پی این ا??س سېف كومه چې دا مهال د ختيز سوئيلي ختيز هېوادونو د خیر سګالۍ او تربیې په دوره ده ، د ملائشیا بندر ګاہ لیومټ دورہ وكړه۔ لیومټ بندرګاہ ته رسيدو ملائشیاء كښې د پاکستان هائی کمشنر ، دفاعی سلاحكار او د ملائشياﺀ رائل نیوی آفیسرانو د ب??ړۍ هركلې وكړو۔ بندرګاہ كښې په دې مهال د پی این ا??س سېف کمانډنګ آفیسر کیپټن شهزاد اقبال د ملائشياﺀ رائل نیوی دهم وېسټرن فلیټ کمانډر، فرسټ ایډمرل ابوبکر بن محمد عاجز سره وليدل۔ د ملاقات په مهال د پی این ا??س سېف کمانډنګ آفیسر د پاك بحریه ??شر ایډمرل ظفر محمود عباسی د اړخه د ملائشیاء اولس او په خاص توګه د ملائشياﺀ نیوی لپاره د نيكو هيلو پیغام ورورسولو۔ کیپټن شهزاد اقبال د پی این ا??س سېف جوړولو په مهال د ملائشياﺀ رائل نیوی لخوا په مرسته كولو مننه وكړه۔ د دواړه هېوادونو بحری پوځ ترمينځه مرستې زياتولو او شريكو عملياتو صلاحیتونو زياتولو په غرض پی این ا??س سېف او د ملائشياﺀ رائل نیوی ب??ړۍ ډی سیلنګور سمندر كښې شريك بحری مشقونه او د پوهې څرګندونه وكړه۔ د پی این ا??س سېف ملائشیاء په بندر ګاہ لیومټ دا دورہ به د پاکستان او ملائشیاء اړيكو لا مستحکمولو سبب وګرځي۔