اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د شپږو هېوادونو د سپيكرانو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره راغلي د اېران سپيكر علي لاريجاني د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اېران د پارلماني پلاوي نور غړي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د منطقې په ستونزو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د قومي اسمبلې سپيكر د سپيكرانو په كنفرنس كښې په ګډون كولو د اېراني سپيكر مننه وكړه۔ ا??راني سپيكر د كنفرنس د انت??ام??تو ستائنه وكړه او د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق ته ئې راتلونكې كال په تهران كښې د او آئ?? سي د غړو هېوادونو په پارلماني يونين كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔