اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع په اسلام آباد كښې د يو سېمينار په مهال په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه پ?? سختو سرغړونو په خاموشې وېنا كوونكو په نړيواله ټولنه سختې نيوكې وكړې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سېمينار اهتمام د كل جماعتي ح??يت كنفرنس د آزاد كشمير ??ان??ې كړے و۔ وېنا كوونكو په دې موقع ووئيل چې د ملګرو ملتونو منشور د ټول انسانيت د حقونو تحفظ لپاره جوړ كړے شوے و خو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه پ?? سرغړونو د نړيوالې ټولنې رويه امتيازي ده٬ نړيواله ټولنه دې د كشمير مسئله د كشميريانو د خواهشاتو له مخې حل كولو لپاره پ?? هند فشار واچوي۔ وېنا كوونكو د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو ته خواست وكړو چ?? هغوي دې په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګره سخت نوټس واخلي۔ په سېمينار كښې د ح??يت مشرانو غلام محمد صفي، سید یوسف نسیم، محمد فاروق رحماي، سید فېض نقشبندي، منظور الحق بټ، صغیر چغتائی، اېډوکېټ پروېز احمد، عبدالحمی?? لون او نورو ګډون وكړو۔