پېښور 07 دسمبر (اے پی پ??) د خېبر پښتونخوا ګورنر انجینئر اقبال ظفر جھګړا وئيلي دي د حکومت او ټولنې اجتماعی هلو ځلو د لارې بد عنوانی او رشوت ختمي??ې شي۔ ده د زيارت پھ ورځ قامی ??حت??اب بیورو دفتر كښې د بد عنوانۍ مخنيوي د لارې ښه حکمرانی باورې كولو په سرخط يو ورځني سیمینار ته د مشر ميلمه پھ حیثیت خطاب کولو ٬ د كوم اهتمام چې د خېبر پښتونخوا قامی ??حت??اب بیورو كړې ؤ۔ سیمینار كښې د نیب سره تعلق لرونكې د پېښور ډائریکټر جنرل بریګیډیئر ریټائرډ فاروق ناص??، د ادارې اعلی افسرانو او بيلو محکمو او د ادارو اعلی چارواكو او فاټا او خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونكو زدكونكو ګډون وكړو۔ ګورنر په دې مهال د بدعنوانۍ مخنيوي له شعور بيدارولو په غرض د نیب د سيورې لاندې يو واك كښې هم ګډون وكړو۔