اسلام آباد 09 ن??مبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې علامه اقبال ته د هغه د زېږېدنې د ورځې په مناسبت د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړې شوه۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د حكومتي ډلې مشر ??نا??ور راجه ظفرالحق ووئيل چې نن د علامه اقبال د زېږېدنې ورځ ده٬ هغه د پاكستان په بانيانو كښې شمېرل كېږي۔ نه يوازې پاكستان بلكې اېران هم د هغه ډېر احترام كوي۔ نننۍ ورځ مونږ هغه ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو۔ ??نا??ور تاج حېدر ووئيل چې علامه اقبال نه يوازې په پاكستان بلكې په اېران كښ?? هم ډېر عزت او احترام لري او هلته ئې خلق د اقبال لاهوري په نوم پېژني۔ ??نا??ور اعظم سواتي ووئيل چې د اقبال د افكارو څخه د استفاده كولو ضرورت دے۔ ??نا??ور مشاهد حسېن سيد ووئيل چې د مولانا روم د مزار نه بهر د اقبال اعزازي قبر دے۔ اقبال د مركزي اسيا په هېوادونو هم ژور اث?? لري۔ اقبال د بدلون او پرمختګ پېغام وركړے۔ ??نا??ور حمدالله ووئيل چې بايد مونږ د اقبال افكار عملي كړو۔ ??نا??ورې سحر كامران او سسي پليجو هم علامه اقبال ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ??نا??ور جاوېد عباسي ووئيل چې مونږ ته به د علامه اقبال د اصولو له مخې هېواد چلول وي۔ ??نا??ور عتيق شېخ هم علامه اقبال ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه او وې وئيل چې د هغه په شان نه څوك راغلي او نه به راشي