اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود او وفاقي وزير سعد رفيق وئېلي دي چې د سياسي ګوندونو د ماتولو جوړولو كار روان دے٬ څه خلك هڅه كوي چې حكومت خپله موده پوره نه كړي٬د هغوي دا هڅه به كاميابه نه شي٬هر حكومت خپله موده پوره كوي ځكه چې هغه د اولس د رايو د لارې راځي٬ ادارې پھ ګډه ج??هوريت مضبوطولې شي٬يوازې يوه طبقه ج??هوريت مضبوطولې نه شي٬د دې ټول عمل له امله ج??هوريت ته زيان رسي۔ د شورو په ورځ د احتساب عدالت نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې عمران خان د حسد بيمارۍ سره مخ شوے۔ وفاقي وزير ووئيل چې سياسي چاپیرچل ښه نه دے او چې كله سياسي ګوندونه خپلو كښې ونښلي او په خاص توګه په غېر ??روري مسئلو جن??ونه كوي نو بيا غېر ??مهوري حكومتونه٬غېر ??مهوري عناصر او غېر ??مهوري سوچ وده كوي٬اوس د سياستدانانو په عدالتونو كښې د وړاندې كېدو بنياد داسې سړي اېښې دے كوم چې خپل ځان ته سياستدان وائي او هغه په دې توګه خپل يو نوې ګوند جوړ كړے۔