اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د ډي اېټ د مشرانو 9مه غونډه د جمعې په ورځ د تركيې په استنبول ښار كښې پېل شوه چې پكښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان نمائندګي كوي۔ پاكستان د ډي اېټ اوسنې چيئرمېن دے او هغه به په دې موقع د تنظيم مشري تركيې ته سپاري۔ د دې څخه وړاندې د ډي اېټ د مشرانو د غونډې په ځائ د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان په كنفرنس كښې د ګډون كوونكو د هېوادونو او د حكومتونو د مشرانو هركلې وكړو۔ په دې موقع د ډې اېټ مشرانو ګروپ فوټو هم ويستلو۔ مصر٬ اېران٬ بنګله دېشن٬ انډونېزيا٬ ??الېزيا٬ ??ائجېريا٬ تركيه او پاكستان د تنظيم غړي دي۔ د ډي اېټ د مشرانو په دې 9مه غونډه كښې آذربائيجان او ګني په ځانګړې توګه ګډون كوي۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف هم وزيراعظم سره دے۔ په غونډه كښې به د ډي اېټ عمومي سېكتر سمټ راپور وړاندے كوي۔ د ډي اېټ هېوادونو مجموعي آبادي د يو ارب نه زياته ده او شريكه شرح نمو ئې د 37 كهربه ډالرو نه زياته ??ه۔ د تنظيم په مقاصدو كښې د غړو هېوادونو ترمېنځه په معاشي مرسته كښې اضافه او د اولس د ژوند بهتري شامله ??ه۔ د دې تنظيم د مشرانو په غونډه كښې د هېوادونو مشران٬ په كونسل كښې خارجه وزيران او په كميشن كښې اعلٰي چارواكي د خپلو خپلو هېوادونو نمائندګي كوي۔ د تنظيم د چارټر له مخې د كركيلې٬ فوډ سېكيورټي٬ توان٬ معدنياتو٬ صنعتي مرستې٬ روغتيا٬ سېلګرې پشمول په نورو څانګو كښې د مرستې وده شامله ??ه۔ پاكستان د ډي اېټ تنظيم فعاله غړے دے۔ د استنبول په تاريخي ښار كښې به د ډي اېټ د مشرانو په 9مه غونډه كښې د غړو هېوادونو مشران د راتلونكي وخت په تګلاره خبرې كوي۔ د ډي اېټ د مشرانو غونډې په موقع به شاهد خاقان عباسي د تركيې او نورو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔