اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې د اكتوبر 24مه نيټه ?? آز??د كشمير د 70مې تاسيس ورځ د تاريخي لوظ د پخلي ورځ ده۔ د آز??د كشمير د تاسيس د 70مې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده وو??يل چې نن د دې تاريخي لوظ د پخلي ورځ ده چې مونږ به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ د حق او مقصد ترلاسه كولو لپاره هڅې روانې ساتو۔ ده وو??يل چې نننۍ ورځ په دې خبره د غور كولو ورځ هم ده چې د جمو او كشمير رياست يوه برخه د هند د ناجائز تسلط څخه آز??دولو او د ھغه ځائ اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو مقصد مونږ څومره مخ په وړاندې بوتللې او دا هڅې منطقي انجام ته رسولو لپاره به مونږ له نورې څومره هڅې كول وي۔ ده وو??يل پ?? نننۍ ورځ مونږ ته دا لوظ هم كول دي چې د آز??د كشمير او پاكستان اولس او حكومت به تر ھغه وخت په قلار نه كېښني تر څو چې د مقبوضه كشمير اولس خپل د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړے۔ ده وو??يل چې اوسني وزيراعطم شاهد خاقان عباسي هم د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په فورم په ښه ډول پ??رته كړې او په ټوله نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو څخه د سرغوړونو په ضد او د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره غږ پورته كوي۔ ده وو??يل چې د دې لوظ پخلې كول دي چې مونږ به د خپلو كشميري وروڼو د خپلواكۍ حق او آز??دۍ لپاره هر ډول سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو۔