اسلام آباد ۔ 19 ستمبر (اے پی پی) د اخله وزير احسن اقبال وئيلي دي د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ انفراسټركچر او توان منصوبو پايې ته رسېدو سره به غوره پرمختګ وشي۔ د چ??نائي سرمايه كارۍ ٬ ټېكنالوجۍ او په ارزان پیداوار مشتمل پاكستانۍ جغرافيې څخه د كاميابۍ شريك صورتحال رامخې ته شوې۔ ده د نهې په ورځ د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټی ټیوټ تر سېوري لاندې سوئيلي آسيا كښې د امنيت بدلېدونكي صورتحال ا?? د ??ین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پرمختګ په موضوع دوه ورځني قامي كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د تو??ن بېلو منصوبو سره به هېواد كښې د برېښنا په ستونزه قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي كوم چې صنعتي پرمختګ له ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل حكومت په خپل دور كښې 10 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كړې۔ او د تېرو 66 كلونو په مهال 16 زر مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شوې۔ ده ووئيل پخوا به 20 ٬ 20 ساعته برېښنا نه وه او اوس 20 ساعته موجو وي۔ ده ووئيل امن ٬ استحكام او د مذهبونو ترمينځھ همغږۍ نه غېر پرمختګ كېدې نه شي ا?? د ??وند معيار ښه كېدې نه شي۔ ده ووئيل د صنعتي پرمختګ دويم لوئے حاجت مضبوط انفراسټرکچر دے او راتلونكو كلونو كښې ګوادر كښې د سړكونو او نوې هوائي مېدانونو سره به انفراسټركچر لا غوره كړې شي۔ ده ووئيل حكومت هېواد كښې د امنيت وضعه ښه كولو له كوټلي ګامونه پورته كړي دي۔ ده ووئيل د چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبې سره د زرګونو په شمېر ملازمتونو موقعې رامخې ته شوي۔ پاكستان منطقه كښې د امن په ځائې كولو عزم لري۔ ده ووئيل حكومت سيمه كښی د سيمه ايز امن ودې له نورو هېوادونو سره په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل مضبوط معیشت او سازګار چاپېرچل سره پرمختګ او خوشحالي باوري كېدې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان ترهګرۍ ته ماتې وركړې ا?? اوس دلته معيشت مستحكم كېږي۔ لوبې ا?? سېلګري وده مومي۔ په دې مهال خبرو كښې پاكستان كښې د چ??ن سفير سن وی ډونګ ووئيل د سي پېك اولنۍ نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي۔ تر دې دمه د 19 ارب روپو سرمايه كارۍ سره په 19 منصوبو كار روان دے۔ د چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبې سره د زرګونو په شمېر ملازمتونو موقعې رامخې ته شوي۔ د چ??ن كاروباري ادارې د زلمو تر بيې ته خاص پام لرنه كوي او دوئي ته غوره تربېه وركولې شي۔